د بېلاروس پولیسو پرون یکشنبې په هېواد کې د اعتراضونو په ترڅ کې له یولس سوو زیات معترضان نیولي دي.
دا پرله پسې څومه یکشنبې ده چې په بېلاروس کې د الکساندر لوکا شینکا د استعفا او د انتخاباتو د بیا ترسره کېدو لپاره په دې هېواد کې پراخې مظاهرې کېږي.
په اګست کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته چې الکساندر لوکا شینکا یې ګټونکی اعلان شوی، په دې هېواد کې مظاهرې روانې دي چې زرګونه کسان پکې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د ویاسنا په نوم د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې ګومان کېږي، تراوسه به له ۲۵ زرو زیات کسان نیول شوي و.
د بېلاروس د اپوزیسیون یوې مشرې سویتلانا څیخانوسکایا چې په ترسره شویو انتخاباتو کې د لوکاشینکا سیاله او د دغو انتخاباتو ګټونکې بلل کېږي، د معترضانو ځپنه ویجاړونکې بللې او له دغو معترضانو یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.