د ارزګان چارواکي: طالبانو په چینارتو کې د یوه جومات ملا وژلی

ارشیف

د ارزګان چارواکي وایي، طالبانو په چینارتو ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا په دې خاطر وژلی چې په پټه یې له غرنیو لارو خپلې کورنۍ ته له بازاره خوراکي توکي له بازاره راوړل.

د چینارتو ولسوال فیض محمد حنیفي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغه ملا چې نوم یې نه دی ښودل شوی، غوښتل له طالبانو په پټه پر فرعي غرنیو لارو د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي له بازار څخه راوړي.

هغه زیاته کړه: "په کچه لار باندې طالبانو ګیر کړی و، درې ورځې لادرکه و، پرون ماښام یې مړی ولسوالۍ ته را وړل شو. په ولو کې یې په شهادت رسولی دی."

ښاغلي حنیفي د وسله والو طالبانو دغه کار یو غیر انساني عمل وباله.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيوته په دې پېښه کې خپل لاس لرل نه تایید او نه هم رد کړل.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، درې ورځې وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو لسګونه ولسي وګړي پدي خاطر برمته کړي او وهلي ډبلي وو چې د دغه ملا په څېر یې خپلو کورنیو ته له بازاره خوارکي توکي راوړل.

وسله والو طالبانو له تېرو څه کم دریو میاشتو راهیسې له چینارتو ولسوالۍ ترینکوټ ته غځېدلې لاره د ولسي خلکو پرمخ تړلې چې ورسره د سیمې اوسېدونکي د خوراکي او نورو اړینو موادو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.