افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي تازه هڅې

د افغانستان زعفران

افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په لارو چارو خبرې وشوې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د کرنې سرپرست وزیر د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو ناسته کړې او ټینګار شوی چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخلي.

د کرنې وزارت سرپرست ډاکتر انوارالحق احدي نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ویلي چې د زعفرانو د پراختیا د پنځه کلن ملي طرحې پر بنسټ د افغانستان د زعفرانو صنعت کال تر بلې د ودې په حال کې دی.

نوموړي وویل چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې مهم ځای خپل کړی او باید دغه ارزښت وساتل شي.

کرنې وزارت وایي، دمګړۍ د تولیداتو پر زیاتوالي کار کول، د پروسس مرکزونه جوړول او تجهیز، د کیفیت د کنټرول لابراتوار جوړول، د بزګرانو روزنه او یو شمېر نور کارونه په دې برخه کې د کرنې وزارت اساسي کړنې جوړوي.

افغانستان په ۱۳۹۸م کال کې نږدې ۲۰ مټریک ټنه زعفران تولید کړي و او د روان کال د راپورونو پر بنسټ، د زعفرانو کروندې زره هکټاره زیات شوي دي او اټکل کېږي چې د تېر کال په پرتله د سږني حاصلاتو کچه زیاته شي.