تورخم او سپین بولدک کې بيا د تازه مېوو زرګونه موټر درول شوي

ارشیف، تورخم کې ولاړ موتړ

تورخم او سپین بولدک کې يو ځل بيا د تازه مېوو زرګونه ډک موټر درول شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي یوه غړي خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په تورخم ښارګوټي کې له خوراکي او غير خوراکي توکو بار دوه‌نیم زره لارۍ او په سپین بولدک کې ۱،۶۰۰ موټر درول شوي چې ځیني توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي وویل، پاکستان ظاهراً د دې ستونزې لامل تخنیکي مسایل یاد کړي، خو په وینا یې پاکستان په بېلابېلو پلمو افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

بل‌خوا ټاکل شوې چې نن د پاکستان د تجارت وزیر عبدالرزاق داوود د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

ښاغلی الکوزی وایي،کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتلو هدف د دواړو خواو ترمنځ د ستونزو هواری او د اسانتیاوو رامنځته کول په ګوته شوي دي.

افغان سوداګرو تر دې وړاندې هم پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو شکایت کړی.