په کندز کې د شاتو د مچیو روزنه او پالنه د یو کاروبار په توګه پراخېږي او د یو شمېر کسانو د عوایدو یوازینۍ سرچینه ده.
که څه هم سږ کال نامناسب اقلیمي شرایط په کندز کې د شاتو د تولید د کمي سبب شوي، خو پر دې سربېره د لته د شاتو د مچیو روزل د ځینو کسانو لپاره د کاروبار او عوایدو یوه ښه سرچینه ده.
۴۰ کلن شاه محمد چې له لس کالو راهیسې یې د شاتو مچیو روزنې ته مخه کړې، وايي، له همدې لارې د خپلې ۱۵ نفرې کورنۍ ستونزې هواروي.
هغه زیاته کړه: "د خپلې کورنۍ ټولي اړتیاوې له همدې لارې پوره کوم او سږکال مې ۵۰۰ کلیو خالص شات راټول کړي."
د نوموړې په خبره، چې د مچیو په یو صندوق کې څه باندې ۷۰۰۰ مچۍ موجود وي او په یو کال کې دوه ځلې له ۱۵ نیولي تر ۲۰ کیلو شات تولیدوي.
۳۵ کلن محمدالله د کندز ښار د ولایت واټ کې د یو دکان مخه کې ولاړ دي او مخې ته په لسګونه له شاتو ډک مرتبانونه ایښي.
هغه وايي، یو کیلو شات په ۵۰۰ افغانۍ پلوري.
نوموړی زیاتوي: "له کومه وخت چې د شاتو د مچیو کار و بار کومه روزګار مې ورسره ښه شوي دي هر کال یو زیاته اندازه شات خرڅوم او هم پر خلکو باندې مچۍ خرڅوم. شکر ده له خپل کار و بار څخه راضي یم."
محمد الله او شاه محمد دواړو راته وویل چې د تولید کړو شاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالی سره مخ دی او له دولتي ادارو غواړوي چې د دوی تولید کړو شاتو ته دې په بازار موندنه کې مرسته وکړي.
بل خوا سږ کال په کندز کې د اب و هوا شرایط د مچیو فارمونو ته ډېر مناسب نه و او له همدې کبله د تېر کال په مقایسه د شاتو تولید کم شوی.
د کندز د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر نظرمحمد حازم وايي:" تېرکال ددې ولایت په کچه څه باندې ۴۰ ټُنه شات تولیدشوي وو، خو سږکال په دغه ولایت کې د اب و هوا خرابوالی له کبله څه باندې ۲۰ ټُنه شات تولید شوي دي."
د مچیو روزونکو په وینا،د شاتو مچۍ ډېر اساس او نازک طبیعت لري او د يوه منظم سيستم درلودونکي دي.
د ملکه، کارګر او مذکر په نومونو درې ډوله مچۍ شته او ملکه د شاتو مچيو مشره ده، چې د هوا د معتدل والي په صورت کې په ورځني ډول ٣٥٠٠ هګۍ اچوي.
د کندز د کرنې ریاست د چارواکو دمعلوماتو له مخې د شاتو مچۍ د صحرائي ګلونو ترڅنګ دسيچ، سنځلې، سپیلني، د عکاسي او د نورو ونو له ګلونو او پاڼو څخه تغذيه کوي.