نن درې نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کوي

ارشیف، د ولسي جرګې تالار

ټاکل شوې د نوې کابينې درې نوماند وزیران نن ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړي.

د جرګي منشي اسدالله شهباز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "درې تنه وزیر صاحبان راځي، یو یې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی او دوه نور د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو سرپرستان دي، دوی خپلې برنامې شریکوي."

افغان حکومت په دې وروستیو کې د نوې کابینې ۲۴ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو په هدف معرفي کړل.

ولسي جرګه وایي، تر اوسه له دې ډلې د ۱۰ کاندید وزیرانو اسناد څېړل شوي دي.

د همدې اوونۍ تر پایه به ټول ۱۰ وزیران خپلې برنامې ولسي جرګې ته تشرېح کړي.

د جرګې نننۍ غونډه کې دا پرېکړه هم کېږي چې دغو نوماندانو ته څه وخت د رایې ورکولو بهیر پيل کړي.