د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۵ ماشومان ټپیان کړل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه تېر ماښام په جرلق کلي کې وشوه.
یورش وایي، ماین طالبانو خښ کړی و، خو طالبانو لا په دې اړه څه نهدي ویلي.
چاودنه کې د ټپي شویو ماشومانو د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي.