د ایران ولسمشر حسن روحاني د کرونا د درېیمې څپې په وړاندې د دولت او ملت د عمومي بسیج اعلان کړی دی.
د ایران روغتیايي چارواکو په دغه هېواد کې په کرونا د اخته خلکو په شمېر کې له بېسابقه زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د ایران ولسمشر په یوه اعلامیه کې له ټولو حکومتي او غیر حکومتي ادارو غوښتي چې په هره ممکنه لاره دې د روغتیا وزارت او روغتیاپالانو مرستې ته ودانګي.
په تهران او ۱۰۰ ښارونو کې به د نومبر له ۲۱مې به تازه محدودیتونه هم اعلان شي.
په ایران کې تر اوسه د کرونا له لاسه ۴۱ نیم زره کسان مړه شوي.
هلته په کرونا د اخته خلکو شمېر ۷۶۲ زره کسانو ته رسېږي.