څلور فضا نوردان به نن د لومړي ځل لپاره د سپس کریو ډراګان د ریزالینس په نوم فضایي بېړۍ کې نړیوالې فضایي اډې ته واستول شي.
د امریکا متحده ایالات وروسته له هغې چې د روان کال د پسرلې په پای کې یې یو آزمایښتي ماموریت کامیاب شو، هیله من دی چې له دې وروسته به د دا ډول فضایي ماموریتونو لړۍ دوام وکړي.
په دغه فضایي بیړۍ کې درې امریکایي او یو جاپاني فضانوردان فضاته استول کېږي.
د دوی بیړۍ به نن یکشنبې په سیمه وخت د ماښام شاوخوا اونیمې بجې د فلوریدا د کینیډې له فضایي اډې والوزي.
دغه څلورفضا نوردان به په دغه فضایي اډه کې د شپږو میاشتو لپاره پاتې شي.
د امریکا مرستیال ولسمشرمایک پینس او د هغه مېرمن کارن پینس به یې په دغه فضایي اډه کې د مراسمو دوه ګډونوال وي.