په نګورنو قره باغ کې اذربایجان ته د لانجمنو سیمو د سپارلو بهیر پیلېږي

د روسي سوله ساتو ځواکونو په رسېدو ارمني ځواکونو نګورنو قره باغ کې سیمې پرېښودې

ټاکل شوې چې ارمنستان د سولې د هغه تړون له مخې چې د نګورنو قره باغ پر سر د شپږو اونیو جګړې ته یې د پای ټکی کېښود، نن اذربایجان ته د لانجمنو سیمو د سپارلو بهیر پیل کړي.

د اذربایجان د چلبجار د سیمې اوسېدونکو چې له لسیزو راهیسې پرې ارمن ټبري واکمن و، خپل کورونه پرېښودل.

د ازادي راډیو د ارمني څانګې د راپور له مخکې یو شمېر اوسېدونکو مخکې له دې چې له خپلو کورونو ووځي هغو ته یې اور ورته کړ.

تر۱۹۹۰ لسیزې مخکې د چلبجار ډېری اوسېدونکي اذریان و چې پر سیمې د ارمن ټبرو د واکمني ترټینګېدو وروسته یې ډېر له دې سیمې وشړل شول.

مخکې له دې چې دا سیمه رسماً اذربایجان ته وسپارل شي، اوسېدونکو یې د وروستي ځل لپاره د دادیوانک په صومعه کې مذهبي مراسم ترسره کړل.

دغې صومعې ته نژدې د روسیې سوله ساتونکي پرون شنبې په پوستو کې ځای پرځای شوي و.

کریملین وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون شنبې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف څخه وغوښتل چې د نګورنو قره باغ په هغو سیمو کې چې رسماً اذربایجان ته سپارل کېږي، د عیسویانو عبادت ځایونه خوندي کړي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې علییف ژمنه کړې چې دغه مذهبي ځایونه به خوندي کړي.

د اذربایجان اکثریت وګړي مسلمانان دي.