افغان چارواکي: د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د ویندوی هغه ادعاوې چې وایي، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي، په کلکه رد او هغه یې بې بنسټه وبللې.

دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان چې په خپله د ترهګرۍ ستر قرباني او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د هرې بڼې پر وړاندې د بې توپیره مبارزې سیاست ته ژمن دی، هیڅکله اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانونکو فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پېښور د کرنې په پوهنتون کې په ترهګریزو بریدونو کې د ننګرهار د یوه قومي مشر ملک فریدون خان مومند د لاس لرلو په اړه د پاکستان د پوځ د ویندوی جنرال بابر افتخار هغه ادعا چې د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې یې په یوه خبره کنفرانس کې کړې، ردوي او هغه بې اساسه بولي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه دې د ملګروملتونو د امنیت شورا یو پلاوی وګمارل شي څو د افغانستان په خاوره کې د بریدونو او د ترهګرۍ د عاملانو او د پاکستان د ادعاوو په اړه جدي څېړنې وکړې څو حقایق روښانه شي.

د خبرپاڼې له مخې په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان روانه اونۍ افغانستان ته د سفر لپاره تیاری نیسي، تمه کېده، چې د پاکستان لوری د علاقې او د بحث وړ مسایل د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د موجوده میکانیزمونو له لارې مطرح کړي وای.