د ټرمپ لسګونه زرو پلویانو د انتخاباتو پر پایلو د اعتراض لپاره لاریون وکړ

واشنګټن کې پرونۍ مظاهره

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن له بري یوه اوونۍ وروسته د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ لسګونه زرو پلویانو پرون په واشنګټن کې د انتخاباتو پر پایلو د اعتراض لپاره لاریون وکړ او ادعا یې وکړه چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

دوی بیرغونه رپول او د ټرمپ په شان خولۍ یې پر سر کړې وې چې پرې لیکل شوي وو «ټرمپ امریکا ته بیا عظمت ورکوي.»

لاریونوالو نارې وهلې، د امریکا متحده ایالات او څلور کاله نور.

دوی د انتخاباتو له نتیجو د نارضایتۍ نښې هم په لاسونو کې لرلې.

دې لاریون په ټولنیزو شبکو کې د ټولې امریکا د خلکو ډېر پام ځان ته واړاوه.