د رومانیا په یوه روغتون کې چې د کرونا ویروس ناروغان پهکې بستر ول، د اور لګېدو له کبله ۱۰ تنه مړه شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
د رومانیا د بېړنیو حالاتو ادارې وویل چې دا پېښه پرون د دغه هېواد د شمال ختیځ د پایترا نیمت ښار د روغتون په عاجله څانګه کې وشوه.
د ازادي راډیو رومانیايي څانګه وايي چې مړه شوي ناروغان هغه کسان دي چې ناروغي یې سخته وه او ونتلاتورونهیې (د تنفس مصنوعي دستګاه) کارول.
په دې پېښه کې یو ډاکتر هم سخت سوځېدلی چې هڅهیې کوله ناروغان له اوره وژغوري.