د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر ویلي چې ممکن له منځني ختیځه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر چټک کړي.
مېلر، د دفاع د سرپرست وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د امریکا وسلهوالو ځواکونو ته په خپل لومړني پیغام کې لیکلي چې ټولې جګړې باید پای ته ورسول شي او هغه وخت راغلی چې پوځیان باید خپل هېواد ته راوګرځي.
ده په ځانګړي ډول د منځني ختیځ یا افغانستان نوم نهدی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات لا هم د هغه جنګ پای ته رسولو ته ژمنه ده چې القاعده شبکې په ۲۰۰۱ کال امریکا ته راوړه.
د ده اشاره په نیویارک او واشنګټن کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې ترورېستي بریدونو ته وه.