د هلمند چارواکي: د الیاس داعي د وژنې قضیې په اړه جدي پلټنې روانې دي

محمد الیاس داعي

د هلمند د والي ویاند وايي، د ازادي راډیو د پېژندل شوي خبریال محمد الیاس داعي د وژنې د قضیې په اړه پلټنې په جدیت روانې دي.

عمر ځواک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، کشفي او امنیتي ادارو خپل کارونه پیل کړي.

ښاغلی ځواک زیاتوي: "امنیتي ځواکونو پیل ورباندې کړی دی. تر ډېره بریده دې موضوع ته داخل شوي دي، ترڅو چې دقیق معلومات وشي او دوی خپلې دقیقې څېړنې وکړي. په دې اړه ټول معلومات به بیا له تاسو سره شریک کړو."

محمد الیاس داعي تېره پنجشنبه په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د محمد الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې په پېښه کې ټپي شوی، له افغان حکومته د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.