د بې پولې خبریالانو ټولنې په رڼه توګه د "داعي" د وژنې پېښې څېړل وغوښتل

الياس داعي

د بې پولې خبریالانو ټولنې غوښتنه کړې چې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې پېښه دې په رڼه توګه وڅېړل شي.

د دغې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني ویلي: "دغه زړه بوږنونکی عمل باید بې سزا پاته نه شي او د تکرار مخه یې ونیول شي."

د ښاغلي معیني له خوا نن په خپاره شوي بیان کې دغه راز راغلي، یوې بشپړې رڼې څېړنې ته اړتیا ده چې د پېښې عاملین په ګوته او سزا وویني.

داعي چې له ۱۲ کلونو راهیسې یې ازادي راډیو سره کار کاوه، وړمه ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي چې ځایي خبریال و، ټپي شو.

مجتبی محمدي نن له روغتونه رخصت شوی دی.

د پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، طالبانو پېښه کې لاس لرل رد یا تایید کړي نه دي خو ازادي راډیو ته یې ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي.