چارواکي: راتلونکې اوونۍ کابل ته د پاکستانيو سوداګرو پلاوی سفر کوي

تورخم

کابل به روانه اونۍ د پاکستان د سوداګرۍ د یوه پلاوي کوربه وي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هوارې په هدف ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره، د دې لړۍ لومړۍ ناسته تېر اکتوبر میاشت په پاکستان کې ترسره شوې وه او پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري ژمنه کړې وه.

افغانستان دا مهال له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

وخت ناوخته د پاکستان له لوري لارو بندېدل، د اخاذيو اخیستل، لوړه تعرفه او د افغان سوداګرو د مالونو د پلټنې په برخه کې ستونزې هغه څه دي چې افغان سوداګر ورنه سر ټکوي.