سر له نن شنبې په هند کې د 'دیوالي' جشن پیلیږي

په دیوالي جشن کې هندوان خپل کورونه په څراغونو، شمعو او رڼاګانو روښانه ساتي

سر له نن شنبې چې د نوومبر ۱۴مه ده په هند کې دیوالي پیلیږي. که څه هم دغه جشن د هندوانو قمري جنتري کې شامل دی، خو دا د ټولو ټولنو له خوا په هندوستان کې نمانځل کیږي. هندوان دا جشن د نړۍ په نورو برخو کې هم لمانځي.

دیوالي د هندوانو تر ټولو مهم جشن دی چې د سولې او خوښۍ سمبول او په بدیو د ښادیو د غلبې په معنی یادیږي.

په دې ورځو کې هندوان خپل کورونه په څراغونو، شمعو او رڼاګانو روښانه ساتي.

د هندوانو په لرغونو افسانو کې راغلي چې د دیوالي په ورځ، شهزاده ایودیا، د رام رب النوع، د خپلې مېرمن سیتا او د کوچني ورور لکشمانا سره تر ۱۴ کلونو جلاوطنۍ وروسته خپل ښار ته راستون شو ، او د لنکا راونا شیطاني لښکر یې مات کړ. د دوی په راتګ سره ، خلکو ښار روښانه کړ او دا دود یې تر نننه ژوندی ساتلی.

دیوالي جشن پنځه ورځې دوام کوي.