د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د داعي وژنه تراژيدي یاده کړه

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره این ماري اریکسن سورید

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې این ماري اریکسن سورید د الیاس داعي وژنه یوه تراژيدي یاده کړې ده.

د اغلې سورید په حواله د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټر راغلي چې په خپلواکو او ازادو رسنیو او خبریالانو باندې بریدونه غندي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش له اندېښنې سره ملتیا ښودلې.

ګوتیریش د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي د خبریالانو وژنه د جدي اندېښنې وړ بللې.

ښاغلي ګوتیریش ویلي چې د دغسې جرمونو عاملینو ته د سزا ورکولو د معافیت پر وړاندې باید ټول په ګډه هڅه وکړي.

تر دې مخکې هم یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او د بشري حقونو لسګونو فعالانو له هغې ډلې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي وژنه غندلې ده.