د بښنې نړیوال سازمان د ایتوپیا په کړکېچ کې د عام وژنې خبر ورکړی دی.
دغه سازمان ویلي، د ټیګرای "Tigray' په سیمه کې یو شمېر عام کسان د حاکم ګوند د پلویانو او د فدرال حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړه کې قتل عام شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، کړکېچ د ټیګرای خلکو د ازادۍ جبهې او د صدر اعظم ابي احمد د ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله رامنځته شوی او ډېر ملکیان همدې جګړه کې وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې حکومت پلوه ځواکونو پرون د نوومبر په ۱۲مه د ټیګرای ولایت ځینې سیمې ونیولې، خو دغلته زرګونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شول او د سوډان پولې ته نژدې سیمې ته یې پنا وړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې تأیید شوې چې ممکن د نومبر د نهمې په شپې باندې د ټیګرای د ملېشو له خوا د سلګونو کسانو سرونه غوڅ شوي وي.
ملګرو ملتونو، د افریقا ټولنې او نړیوالې ټولنې د ایتوپيا پر وضعیت اندیښنه ښودلې ده.