چارواکي: د کابل ارغندې سیمه کې موټربم چاودنې ۴ سرتیري وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

کابل کې موټر بم چاودنې دوه امنیتي سرتیري وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه برید نن جمعه(د لړم ۲۳مه) سهار د پغمان ولسوالۍ ارغندې سیمه کې شوی دی.

د وزارت ویاند د برید د هدف او نورو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وایي، دغه برید ارغندې سیمه کې د ملي اردو پر کنډک شوی دی.

سم لاسي د برید مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.