د اتریش حکومت اعلان وکړ چې'سیاسي اسلام' به جرم ګڼي 

د اتریش صدراعظم سباستیان کورتز

په ویانا کې د یوه سختدریځي مسلمان د تېرې اوونۍ له خونړۍ حملې وروسته د اتریش حکومت اعلان وکړ د ترورېزم پرضد د ګڼو اقداماتو په لړ کې سیاسي اسلام جرم ګڼي.

د اتریش صدراعظم سباستیان کورتز د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له سیاسي اسلام سره په مبارزه کې غواړي سیاسي اسلام قانوناً جرم ومنل شي چې د هغو کسانو پرضد اقدام ته لار پرانېستل شي چې تروریستان نه دي، خو ترورېزم ته لاره هواروي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ یوه ۲۰ کلن مسلمان ځوان چې د اتریش او مقدونیا تابعیت یې درلود، د ویانا په واټونو کې پرخلکو حملې وکړې او ۴ تنه یې ووژل.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه کس د داعش پلوی و.

له حملې وروسته د اتریش پولیسو د اخوان المسلمین او حماس غورځنګ پر ۶۰ ځایونو چاپه ووهله او ۳۰ تنه یې ونیول.