کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتوي 

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې په راتلونکو ۳ کلونو کې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات کړي.

د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو او جندر د برخې رئیسې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل، اوس افغانستان ۴۵۶۰ ښځینه پولیسې لري.

دې زیاته کړه: "د ښځینه پولیسو د شمېر د زیاتولو پلان مو درې میاشتې وړاندې چمتو کړ، د دې پلان له مخې باید په راتلونکو درېيو کلونو کې ۱۰ زره ښځینه پولیسې ولرو. ځکه هغه اداري کارونه چې د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې ښځو ته سپارل کېږي لکه د ښځو خلاف تاوتریخوالی، د ماشومانو موضوعات او د بشري حقونو سرغړونې، کله چې دا سره وویشو دې نتیجې ته رسېږو چې باید ۱۰ زره ښځینه پولیسې ولرو."

اغلې امیني وویل، د جلب و جذب پروسه اسانه شوې او ښځینه پولیسو ته ډېر امتیازات په پام کې نیول شوي دي.