د ناټو سرمنشي وايي چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
ینس سټولټنبرګ تېره شپه په یوه ټویټ کې وویل چې د افغانستان د سولې د خبرو پر وړاندې اوږده او له پېچومو ډکه لار پرته ده.
د ناټو سرمنشي وايي،که څه هم دغه خبرې ماتېدونکي دي، خو زیاته کړې یې ده چې د سولې لپاره یې یو فرصت برابر کړی دی.
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي چې ناټو تړون به د افغانستان امن ته ژمن پاتې وي.