دفاع وزارت د ازبکستان د "ترهګریز" تحریک مشر وژلی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ازبکستان د "ترهګریز" تحریک مشر عزیز یولداش یې وژلی دی.

دغه وزارت نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یولداش د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نه دی یاد شوی خو په کې راغلي چې پر مهال یې د عزیز یولداش زوی ټپي شوی دی.

دفاع وزارت عزیز یولداش د ازبکستاني وسله والو د پخواني مشر طاهر یولداش زوی یاد کړی دی.

یولداش او ورسره وسله والو یې په شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه فاریاب کې فعالیت درلود.