د اداري فساد ضد شپږم کلنی کنفرانس افغانستان کې ننګونې او پرمختګونه ارزوي

ارشیف

د اداري فساد پر ضد شپږم کلنی کنفرانس په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ننګونې او پرمختګونه ارزوي.

دا کلنۍ غونډه د ژنیو کنفرانس په درشل کې نن په کابل کې جوړېږي.

په دې غونډه کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاینز، د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس وان براندت، کارپوهان، چارواکي، د مدني ټولنې استازي او هغه شریکان ګډون کوي چې د اداري فساد پر وړاندې له افغانستان سره همکاري کوي.

د اروپايي ټولنې سفیر په دې اړه وايي چې له فساد سره مبارزه په ټولنه کې اعتماد رامنځته کوي هغه څه چې افغانستان ورته ډېره اړتیا لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، دا کنفرانس د افغانستان د ماليې وزارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر او د اروپايي ټولنې پلاوی په ګډه جوړوي.

ټاکل شوې ده یوه اوونۍ وروسته په ژنیو کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ شي چې په‌کې له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې به د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ رامنځته شي.