د ځینو روسي مذهبي مشرانو فتوا: مسلمانان دې له غیر مسلمانو سره ودونه نه‌کوي

ارشیف

په روسیه کې یو شمېر مسلمانو مذهبي مشرانو فتوا صادره کړې چې مسلمانان دې له غیر مسلمان وګړو سره ودونه نه‌کوي.

له دې اقدام سره د روسیې په ملي اسلامي شورا کې مخالفتونه رامنځته شوي او دې مسئلې ته د نړیوالو پام وراوښتی دی.

په روسیه کې د مسلمانانو د مذهبي مشرانو شوراګانو ریاست په جولای میاشت کې دا فتوا ورکړې وه.

د دې فتوا له مخې یوازې مسلمان نارینه کولای شي له غیر مسلمانې ښځې سره د یوه مفتي له تأیید وروسته واده وکړي.

تر دې فتوا یوه ورځ وروسته د یاد ریاست مرستیال مشر دامیر موخیت دینوف په یوه اعلامیه کې وویل چې دا پرېکړه د ټول ریاست استازیتوب نه‌کوي.

ده په اعلامیه کې ویلي چې په دې برخه کې نظرونه بېل دي او ټول عالمان د دې فتوا ملاتړ نه‌کوي او یا هم د فتوا له یوازې یوې برخې سره موافق دي.

انترفکس خبري اژانس د یوه متخصص له قوله لیکلي چې فتوا باید د ټول ریاست ملاتړ ولري کنه باطله ګڼل کېږي.

په روسیه کې ۱۵ میلیونه مسلمانان اوسي.