ملګري ملتونه: ایران لږ غني کړي یورانیم تر موافقه شوې کچې زیات کړي

ارشیف، ایران کې د اراک هسته‌یي مرکز

د اټمي وسلو د څار په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې ایران لږ غني کړي یورانیم تر هغې کچې زیات کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د موافقې له مخې ټاکل شوې.

دغې ادارې په خپل څلور میاشتني راپور کې ویلي چې د نومبر تر دوهمې نېټې پورې ایران د شااوخوا دوه نیمو زرو کیلوګرامه لږ غني شویو یورانیمو ذخیره ټوله کړې.

د ایران د لږ غني شویو یورانیمو مقدار په اګسټ میاشت کې ۲۱۰۵،۴ کیلوګرامه راپور شوی وو.

په ۲۰۱۵م کې ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د اټمي پروګرام د محدودولو یوه موافقه وکړه.

په دغو هېوادونو کې امریکا، جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه شامل وو. د دې موافقې له مخې ایران د لږ غني شویو یورانیمو یوازې ۲۰۲،۸ کیلوګرامه ذخیره ساتلی شوه.