ډونالد ټرمپ په الاسکا ایالت کې د رایو ګټونکی اعلان شو

ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په الاسکا ایالت کې د رایو ګټونکی اعلان شو، خو دا نتیجه به د انتخاباتو پر عمومي نتیجه هېڅ اغېز ونه‌لري.

امریکايي رسنیو په الاسکا کې د انتخاباتو نتیجه اته ورځې وروسته له انتخاباتو پرون اعلان کړه.

الاسکا د الکټرول کالج درې رایې لري او په دې ایالت کې د ټرمپ په بریالي کېدو سره په الکټرول کالج کې د هغه رایې ۲۱۷ ته ورسېدې.

خو د ده ډیموکرات سیال جوبایډن د الکټرول کالج لپاره تر ۲۷۹ رایو زیاتې ګټلي چې په نتیجه کې یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی شو.

د قانون له مخې د امریکا په انتخاباتو کې د بریا لپاره د الکټرول کالج ۲۷۰ رایو ته اړتیا وي.