چارواکي: کندهار کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال لسګونه وسله‌وال ووژل شول

ارشیف، کندهار کې افغان ځواکونه

د کندهار چارواکي د وسله‌والو مخالفینو د لسګونه کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د والي ویاند احمد بهیر احمدي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په یو شمېر ولسوالیو کې تصفیوي عملیات روان دي.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د دښمن د ځپنې په هدف تصفیوي عملیات ترسره شوي. په دغو عملیاتو کې ۳۹ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۱۸ نور يې ټپيان شوي دي."

د ده په وینا د ماین جوړولو یوه فابریکه له‌منځه وړل شوې او ۱۷۵ ماینونه حنثی شوي.

ښاغلي احمدي ادعا وکړه چې د ژړۍ ولسوالۍ په شااوخوا سیمو کې د طالبانو یو توغندی پر یوه استوګنځای لګېدلی چې په نتيجه کې يې څلور ښځې وژل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات له څو روځو راهیسې دوام لري.