د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته تازه نفسي ځواکونه لېږل شوي

ارشیف، ننګرهار کې افغان ځواکونه

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، حصارک ولسوالۍ ته تازه نفسي ځواکونه او کافي مهمات لېږل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د چهارشنبې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: "له دوو ورځو راهیسې طالبان هڅه کوي پر حصارک ولسوالۍ جنګ وکړي، پر امنیتي پوستو باندې ډزې کوي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي."

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پر خپله ټويټرپاڼه د حصارک ولسوالۍ پر پوستو د طالبانو د حملو مسؤلیت منلی او زیاته کړې يې ده چې افغان ځواکونو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې.

افغان چارواکو د مرګ‌ژوبلې ادعا نه‌ده تأیید کړې.