د ارمنستان پلازمېنه کې زرګونو اعتراض کوونکي راغونډ شوي

د ارمنستان په پلازمېنه کې یو شمېر اعتراض کوونکي

د ارمنستان په پلازمېنه ییروان کې په زرګونو اعتراض کوونکي راغونډ شوي دي. دوی د صدراعظم نیکول پاشنیان پر دې پریکړې اعتراض لري چې له اذربایجان سره یې د نګورنو قره باغ پر سر د روسیې په منځګړیتوب د روغې جوړې موافقه کړې ده.

مظاهره چیان د ییروان د مرکزي کتابتون په چوک کې راغونډ شوي دي او د صدراعظم پاشنیان د استعفا غوښتنه کوي.

تردې اعتراض مخکې د ارمنستان حکومت اپوزسیون ته خبرداری ورکړ چې د کودتا له هڅو لاس واخلي.

د نګورنو قره باغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ شپږ اوونۍ جګړې وشوې. دا سیمه رسماً د اذربایجان خاوره ده، خو په کې استوګن ارمني ټبري د ارمنستان له ملاتړه برخمن دي.