جنوبي کوریا کې ډرون ټکسي والوت

د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې ډرون ټکسي والوت. له موټروان پرته دې موټر د لنډې مودې په مخه د سیول پر سر پرواز وکړ.

حکومت غواړي چې په راتلونکې کې د ترافیک سیسټم د دغسې الوتونکو موټرو له لارې وڅاري.

د ( ایهانګ) په نوم چینایي شرکت په پلازمېنه سیول کې د هان سیند له غاړې دا ټکسي موټر د دوو مسافرو د وړلو لپاره چمتو کړی دي.

بوینګ، ایربس، تویتا، هویندا او یو شمېر نورو مشهورو کمپنیو پر ځمکه د بیروبار د مخنیوي لپاره د داسې موټرو د جوړېدو هڅې ګړندۍ کړي دي.