ازبيکستان د افغان سولې لپاره په تاشکند کې یو نړیوال کنفرانس جوړوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف وایي چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغان سولې لپاره په تاشکند کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

شوکت میرضیاییف چې تمه ده نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وګوري، د افغان سولې په اړه د نړیوال کنفرانس وړاندیز پرون د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) د شانګهای د همکاري د سازمان د غونډې په ترڅ کې وکړ.

عبدالله عبدالله تېره شپه ازبکستان ته ولاړ، څو د دغه هېواد له چارواکو سره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړي. تر دې مخکې ښاغلي عبدالله ورته سفرونه پاکستان او ایران ته کړي وو.