د پکتیکا په سروبي ولسوالي کې پرون سې شنبه (د لړم ۲۰مه) د طالبانو او پولیسو د نښتې پرمهال چارواکي طالبانو ته د تلفاتو د اړولو ادعا کوي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل:"تېره شپه ناوخته د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالي اړوند د شهاب الدین په سیمه کې پولیس د ګزمې په حال و چې نښته رامنځته شوې ده او د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او څلورنور یې مرګوني ټپیان دي."
د ښاغلي ارین په وینا په دې جګړه کې د طالبانو یو پیک اپ موټر، یو موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات تخریب شوي دي.
د ارین په وینا پولیسو ته د سر او مال زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.