په ننګرهار کې د افغانستان هوايي ځواک یوه هليکوپټره لوېدلې چې پهکې ۲ تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د افغانستان دفاع وزارت د هليکوپټرې د لوېدو پېښه او مرګژوبله تأیید کړې.
د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې بېګا په ۱۲ بجو یوه «MI-17» هليکوپټره د تخنیکي ستونزې له امله د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې لوېدلې چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.