په ارزګان کې د ملي اردو چارواکي ادعا کوي چې ۲۳ وسله وال طالبان یې وژلي دي.
په جنوب کې د ۲۰۵م اتل قول اردو ویاند محمد صادق عسي نن د چهارشنبې(د لړم ۲۱مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، یاد وسله وال طالبان په دهراود ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې د افغان هوايي بریدونو او د مخامخ جګړو پر مهال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو او جګړو پر مهال ۱۴ تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
عیسي وايي، د دغه بریدونو پر مهال د وسله والو طالبانو درې پټنځایونه او یو شمېر وسلې له منځه وړل شوي دي.
محمدصادق عیسی ونه ویل چې د تازه نښتو پر مهال افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان چارواکو پرون هم ادعا کړې وه چې په دهراوود او ګیزاب کې یې په هوايي بریدونو سره نږدې ۴۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د ارزګان ولایت په دهراود، ګیزاب او مرکز ترینکوټ کې د تیرې یو میاشتې راهیسې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.