امریکا: په 'کویډ۱۹' د اخته خلکو شمېر تر ۱۰ میلیونو واوښت

ارشیف

په امریکا کې سربېره په دې چې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر پرون له لسو میلیونو واوښت په یوه ورځ تر ټولو زیات ناروغان په کې بستري شول.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله امریکا کې نږدې ۶۲ زره تنه په روغتونو کې بستري شوي چې دا په یوه ورځ د بستري ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دغه هېواد کې د څه باندې لسو میلیونو او دوه سوه او دوه پنځوس زره کرونايي ناروغانو له ډلې تر دې دمه نږدې ۲۴۰ زره کسان مړه شوي دي.