'کابل کې ماین چاودنې ۲ امنیتي منسوبین وژلي او یو بل ټپي دی'

ارشیف

د کابل په یوولسمه حوزه کې یوې ماین چاودنې دوه افغان امنیتي منسوبین وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یوه بیان کې دا پېښه تایید کړې ده.

هغه ویلي نن سهار په شپږ نیمو بجو د یوولسمې حوزې په لب جر سیمه کې مقناطیسي ماین د پولیسو په یوه رنجر موټر چاودلی دی او افغان منسوبینو ته یې دا مرګژوبله اړولې ده.

په کابل کې همدا اوونۍ د شنبې په ورځ په یوه موټر باندې د مقناطیسي یا چسپکي ماین چاودنې د یوه پخواني خبریال یما سیاوش په ګډون درې کسان ووژل.

کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی خو د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال د مقناطیسي ماینونو د اېښودلو او هدفي وژنو پړه په طالبانو په تېره بیان حقاني شبکې اچوي.