د فلسطین لوړپوړی ډیپلومات 'صائب عریقات' ومړ

صائب عریقات

د فلسطین لوړپوړی ډیپلومات او د ازادۍ ادارې عمومي منشي صائب عریقات د کرونا ویروس له کبله په ۶۵ کلنۍ کې مړ شو.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سې شنبې په ورځ (د نومبر په لسمه) وویل چې د عریقات مړینه د فلسطین او دې هېواد د خلکو لپاره لویه ضایعه ده.

عباس په فلسطین کې درې ورځې ماتم اعلان کړ.

عریقات په ۲۰۱۷م کال کې د سږو عملیات کړي وو او په دې وروستیو کې په کرونا ویروس اخته شو او تېره میاشت په ویسټ جروزیلم روغتون کې بستر شو.

د ده مړی له لویديځې تړانکې رام الله ته انتقال شو او د فلسطین د جمهوري ریاست په ودانۍ کې یې فاتحه واخیستل شوه.

عریقات کلونه مبارزه وکړه چې د فلسطین او اسراییل شخړې ته حل لاره وایستل شي او دوه جلا دولتونه رامنځته شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزیپ بورېل د عریقات مړینه د منځني ختیځ د سولې هڅو ته یوه لویه ضربه بللې ده.