روسي ځواکونه ناګورنو قره باغ سیمې ته په لاره دي

د نګورنو قرباغ سیمه کې روسي سوله ساتي ځواکونه

د روسیې سوله ساتې ځواکونه ناګورنو قره باغ سیمې ته په لاره دي. دوی د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د روسیې په منځګړیتوب د شوې موافقې له مخې هلته ځای پرځای کېږي.

پرون د دوشنبې (د لړم ۱۹مه) په ورځ چې کله دا تړون لاسلیک شو، مظاهره چیانو په پلازمېنه ییروان کې مظاهرې پیل کړې او نن د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) دولتي ودانیو او پارلمان ته ورننوتل، وسایل یې تالان کړل، کړکۍ یې ماتې کړې او د اخ وډب پر مهال د پارلمان رئیس ارارت میرزویان ټپي شو چې اوس په روغتون کې دی.

حکومت دا پیښه په سختو ټکیو غندلې ده.

د ولسمشر ارمین سارکیسیان دفتر نن وویل چې سیاسي سلا مشورې به پیل کړي، څو ملي یووالی رامنځته شي.

ولسمشر په بیان کې ویلي دي چې ده د ناګورنو قره باغ د تړون په اړه له رسنیو اوریدلي دي چې جګړه به ورسره ختمېږي، خو له ده سره په دې برخه کې له بده مرغه سلامشوره نه ده شوې.