د هند د کرکټ کپتان ویرات کوهلي به په استرالیا کې یوازې په یوه ټېسټ لوبه کې ولوبېږي.
ټاکل شوې ده چې د هند ملي ټیم به په استرالیا کې د ډسمبر له ۱۷مې څلور ټېسټ لوبې وکړي.
ویرات کوهلي به په لومړۍ لوبه کې برخه واخلي بیا به هند ته ستون شي، ځکه چې په جنوري کې د ده د مېرمنې انوشکا شرما چې د فلم ستورې ده د بچي د زیږون وخت دی.