امنیتي چارواکي: ارزګان کې نژدې ۴۰ طالبان وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات

امنیتي چارواکي د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې د نژدې ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د ۲۰۵م اتل قول اردو ویاند محمد صادق عیسی نن سې شنبه (د لړم ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې پر طالبانو د هوا له لارې بمبار شوی.

ښاغلي عیسی زیاته کړه: "۳۷ وسله وال ترهګر ووژل شول او په دې عملیاتو کې د دښمن اتلس مختلف ډوله وسلې له منځه تللي دي."

د ښاغلی عیسی په وینا د دې بریدونو پرمهال شل تنه طالبان ټپیان شوې هم دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.