د امریکا لوی څارنوال: څارنوالان دې ټاکنو کې د بې نظمیو ادعاوې وڅېړي

د امریکا د متحد ایالاتونو لوی څارنوال ویلیام بار

د امریکا د متحد ایالاتونو لوی څارنوال ویلیام بار له فدرالي څارنوالانو غوښتي دي چې د ولسمشرۍ په ترسره شویو انتخاباتو کې د بې نظمیو د ادعاو څیړنه وکړي.

دا غوښتنه د دې سربېره شوې ده چې تراوسه د نوومبر د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو شواهد نه شته.

ډونالډ ټرمپ چې په دې ټاکنو کې یې له خپل سیال جوبایډن څخه ماتې خوړلې ده، ادعا کوي چې درغلۍ شوې دي.

د امریکایي رسنیو په استناد په عدليې وزارت کې د انتخاباتي جرمونو د څانګې مشر په ایمیل کې خپله استعفا وړاندې کړې ده.

منتقدینو او ډیموکراتانو د امریکا لوی څارنوال چې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نژدې مدافعانو څخه دی، تورن کړی دی چې د خپلې دندې پرمهال یې څوځله هڅې کړي دي چې عدلي سیسټم سیاسي کړي.

د جوبایډن انتخاباتي ټیم چې د ۲۷۰ الکټرول کالج ټاکنیزو راییو په ترلاسه کولو په انتخاباتو کې ګټونکی اعلان شوی، ویلیام بار تورن کړی دی چې هڅه کوي د ټرمپ بې بنسټه ادعاوې ثابته کړي.