د افغانستان په په پلازمېنه کابل کې د ځوانانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.
ددې هېواد د المپیک ملي کمېټې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، پهدې سیالیو کې د کابل له بېلابېلو لوبډلو ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له ډلې بهیې ۱۶ لوبغاړي د کابل د منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.
سرچینه زیاتوي، دا سیالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، تر راتلونکو شلو ورځو به د سنوکر ملي لوبډلې سیالۍ هم په کابل کې پیل شي.