د ازادي راډیو د ښځو اوونیزې 'نیمې نړۍ' خپرونې موضوع دا ده چې له تاوتریخوالي سره مخامخ ښځې څه ډول کولای شي حقوقي خدمات ترلاسه کړي؟
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي خبرونه تل په رسنیو کې اورېدل کېږي، د حکومتي ادارو ترڅنګ یو شمېر نور غیر دولتي ادارې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو په برخه کې کار کوي، په دې خپرونه کې به واورئ چې؛
- د تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ښځې څنګه کولای شي دغو ځایونو ته لاسرسی پیدا کړي او خپل ژوند وژغوري؟
- د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم د ښځو حقونه کوم دي او که یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي کوم ځای ته باید مراجعه وکړي؟
- د امن په خونو کې ښځو ته کومې حقوقي مرستې ورکول کېږي او کله چې د دوی حقوقي دوسیې نهایي شي د دوی برخلیک څه کېږي؟
موږ هڅه کوو دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړو!
دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ!
Your browser doesn’t support HTML5