د افغانستان د روڼتیا سازمان وايي، لا هم زېربنايي پروژې په خپل وخت او سم ډول نه عملي کېږي.
په افغانستان کې د دې سازمان رئیس اکرام افضلي نن د سې شنبې په ورځ د 'زېربنايي خبرې اترې' په نامه جوړه شوې غونډه کې وویل، د افغانستان حکومت د زېربناوو د جوړېدو او تر خوا یې ترې د ګټې اخېستو په برخه کې لوړ شعارونه ورکړي، خو نه یوازې دا چې عملي شوي نه دي، بلکې د دې پروژو په اړه یې ان کره معلومات هم خلکو نه دي ورکړي.
ښاغلي افضلي زیاته کړه، د افغانستان حکومت تېرکال د شپږو لویو پروژو د عملي کېدو ژمنه وکړه، خو تر اوسه یې ان قرارداد هم نه دی لاسلیک شوی.
د روڼتیا سازمان مشر له قوله، په پروژو کې بشپړه روڼتیا نشته او تر خوا یې پلان جوړونه هم سمه نه ده.
خو د افغانستان د اقتصاد سرپرسته وزیره کریمه حامد فاریابي بیا وايي، حکومت ژمن دی چې ټولې هغه پروژې په بشپړ ډول په پوره روڼتیا عملي کړي چې د عملي کېدو ژمنه یې کړې ده.