لسګونو کسانو ارمنستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو پر دفتر برید وکړ

ارشیف

شاوخوا ۴۰ کسانو د ارمنستان په پلازمېنه یریوان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د ارمنستانۍ څانګې پر دفتر برید وکړه.

دا برید په داسې حال کې وشو، چې ارمنستان د روسیې په منځګړیتوب له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنوقره باغ کې د روانې جګړې د درېدو لپاره موافقه لاسلیک کړه.

پارېدلو کسانو هڅه وکړه، نن سهار وختي د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو دفتر ته ننوځي او د ارمنستانۍ څانګې کارکوونکي یې «خاینان» او «ترکان» بلل.

یوه برید کوونکي شعار ورکاوه: "په نګورنو- قره باغ کې زما د ملګرو د وژنې مسوول تاسې یاست."

نن سهار وختي مظاهره چیانو په پلازمېنه کې پر ځینو دولتي ودانیو هم یرغل وروړ.

د ارمنستان د ژورنالیستانو ټولنې په پلازمېنه یریوان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو پر دفتر شوی برید وغانده.