قزاقستان کې د اوسنۍ الفبا په ځای د نوې الفبا رواجېدو امر شوی

د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقایف

د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقایف امر وکړ چې د اوسنۍ الفبا په ځای دې یوه نوې الفبا، چې لاتیني ته نږدې ده، په دې هېواد کې رواج شي.

د قزاقستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر پر اساس، توقایف د کلتور له وزیرې اقتوتي رایمقولوفا او د پوهنې له وزیر اسخات ایماغامبیتوف څخه غوښتي چې له متخصصانو سره پر الفبا کار وکړي او پر دې موضوع ګمارل شوي ملي کمېسیون ته خپل کار وړاندې کړي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال د قزاقستان پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف اعلان وکړ چې د دغه هېواد ټول اسناد، د واټونو نومونه او اعلانونه به تر ۲۰۲۵ پورې له سیرلیک الفبا څخه په لاتیني هغې اوړي.

دې اقدام ته په دې سترګه کتل کېږي چې قزاق چارواکي پر خپل ملي کلتور تمرکز کوي او له روسیې او د پخواني شوروي له دورې ځان لېرې کوي.