امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن غواړي په کابینه کې یې مخکښان، منځلاري او ان جمهوریپال شامل وي او د کار لومړیتوب به یې له کرونا ویروس سره مبارزې او د هېواد اقتصاد ته پاملرنه وي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ښاغلي بایډن ته د نږدې سرچینو په قول لیکلي چې نوموړی غواړي د اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ ځیني اجرايي فرمانونه لغوه کړي.